په هېواد کې دفابریکو په وړاندې دپرتو ستونزو دهوارۍ او دخنډونو لیرې کول دصنعت او سوداګرۍ وزارت په لومړیتوبونو کې دي

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۹:۵۵
په هېواد کې دفابریکو په وړاندې دپرتو ستونزو دهوارۍ او دخنډونو لیرې کول دصنعت او سوداګرۍ وزارت په لومړیتوبونو کې دي

۲۸/۳/۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسوداګرۍ معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار،دافغانستان دصنایعو دټولنې رییس ښاغلي عبدالجبار صافي ، له یو شمیر فابریکه لرونکو سره په یوه غونډه کې دفاریکو دخاوندانو په ستونزو بحث وکړ۰
په دغه غونډه کې ښاغلي عبدالکریم ملکیار وویل چې دصنایعو دسکتور ، هڅونه ، ملاتړ اوهغې ته پاملرنه دصنعت او سوداګرۍ وزارت په لومړیتوبونو کې دي، هغه زیاته کړه چې ددې سکتور په وړاندې دپرتو خنډونو لیرې کول کولای شي چې هېواد له لګښتي او وارداتي اقتصاد څخه وباسي.

ښاغلي ملکیار داهم وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت لید لوری هم دادی چې افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي، دهغه په وینا دې موخې ته هغه وخت رسېدلای شو چې په هېواد کې دصنایعو سکتور وده او پراختیا وکړي ۰

وروسته ښاغلي عبدالجبار صافي او فابریکه لرونکو خپلې ستونزې څرګندې کړې او زیاته یې کړه چې دبریښنا کموالی، دورکشاپونو نه ترمیم، دماشینرۍ نه رغېدنه، دروغتیایي کلینیکونو نشتوالی، دچاپیریال ساتنې په برخه کې ستونزې او دځمکو دکرایو په برخه کې خنډونه، هغه ستونزې دي چې فابریکه لرونکي ورسره لاس او ګریوان دي ۰

په پای کې پریکړه وشوه چې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت تخنیکي کمیټه دې په مطرح شویو موضوعاتو ، منظمې غونډې ونیسي او خپل وړاندیزونه او طرحې ترتیب کړي ، تر څو دمنظورۍ لپاره دهېواد عالي اقتصادي شورا ته وړاندې شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS