په پروان ولایت کې دډبرو دپریکولو دصنعت ډیروالی

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۵۰
په پروان ولایت کې دډبرو دپریکولو دصنعت ډیروالی

سه شنبه: دچنګاښ ۸مه ۱۴۰۰

په پروان ولایت کې دډبرو دپرې کولو چمتو کولو فابریکې خپل تولید ډیر کړی دی، دا فابریکه چې د 350 زره امریکایی ډالرو په لومړنۍ پانګوونې سره د پروان ولایت د تتمددرې صنعتي پارک کې فعالیت کوي او د دې ولایت له لسو څخه ډیرو اوسیدونکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د ضامن  سلطان د ډبرو فابریکه ، چې د 7 139 کال راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي ، په ورځ کې له ۱۰۰ مترو مربع څخه ډیر د ډبرود تولید ظرفیت لري ، چې هر متر مربع ډبره له ۱۶۰۰ څخه تر ۱۸۰۰  افغانیو پورې بیه لري.

دا فابریکه د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې له شته کان  څخه خام توکي ترلاسه کوي او په مختلفو اندازو یې پرې کوي.

د یادونې وړ ده چې د پروان ولایت په مرکز کې شاوخوا ۶  کیلومتره سړک له دې ډبرو څخه جوړ شوی ، چې د قیر په پرتله غوره او پیاوړی دی.

د دې فابریکې  چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي د خپلې پانګونې او تولید کچه پراخه کړي او خپل محصولات د هیواد نورو بازارونو ته ولیږدوي. دا مهال د دې فابریکې محصولات پر پروان ولایت سربیره په کاپیسا ولایت کې هم پلورل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS