په چين هېواد کې دافغان بازر دنندارتون جوړېدل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۹:۴
په چين هېواد کې دافغان بازر دنندارتون جوړېدل

یکشنبه : دچنګاښ ۶مه ۱۴۰۰

د چین جمهوریت په بیجینګ ښارکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګریزې اتشې  دفتراو  په هغه هیواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په همکارۍ دافغانستان دفرهنګ خونې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه هیواد د صادراتو او محصولاتو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون د افغان بازار په نوم پرانیستل شوی چې یو شمیر افغان شرکتونو افغانی محصولات لکه غالۍ ، ګلیم، دلاجوردو زینتي محصولات، لاسي صنایع او زعفران نندارې ته ایښودل شوې وو او دغه نندارتون دلیدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

په دغه نندارتون کې چینايي چارواکو ، سفیرانو ، په بیجینګ کې میشت بهرنيو ډیپلوماټانو ، د چین د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو ، چینایي سوداګرو او د بیجینګ ډیر شمیر خلکو ، چې شمیر یې له ۸۰۰ تنو څخه ډیر وو، برخه اخیستې وه.

دیادولو وړ ده چې دې نندارتون د هیواد صادرونکو ته د افغاني صادراتو معرفي کولو او بازار موندلو لپاره ښه فرصت برابر کړی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ لپاره یې لاره هواره کړه.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د هیواد د محصولاتو معرفي کولو او بازار موندنې په موخه سږکال په سیمه او نړۍ کې نندارتونونه جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت همدارنګه د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ وزارتونو له چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو د هیواد محصولاتو لپاره د افغان بازار تر نوم لاندې مشخص ځایونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS