په کابل کې دباکیفیته چینایي توکو دپيژندنې نندارتون پرانیستل شو

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۰:۴۰
په کابل کې دباکیفیته چینایي توکو دپيژندنې نندارتون پرانیستل شو

شنبه: دوري ۲۱مه ۱۴۰۰

په افغانستان کې د چین هېواد دکیفیت لرونکو توکو د پیژندلو لومړی نندارتون  د تو وی انترنیشنل ترید افغانستان لمتد شرکت لخوا او دصنعت او سوداګرۍ وزارت دنندارتونونو دریاست په همکارۍ دکابل ښار په سرسبزي څلور لارې کې په چینا ټاون مارکیټ کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون به د بریښنایی وسایلو ، د سپورت وسایل ، دسولربیلابیلو ښیښو ، سپورټي بایسکلونو ، طبي وسایلو، ویلچرونو ، ، جامې او فرنیچر د چین هېواد دمشهور شرکتونو لخوا د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.

د پرانیستې په یادومراسموکې د افغان او چینایي سوداګرو تر مینځ د نظرونو تبادله هم وشوه او په نږدې راتلونکي کې به د کیبل ، پلاستیک او رنګ فابریکې په کابل کې د چینایي سوداګرو لخوا جوړې شي او دغه پانګوون به د اقتصادي ودې او کارموندنې  لپاره لاره هواره کړي او دبا کیفیته تولید په برخه کې به په هېواد کې غوره توکي تولید کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS