په کندهار ولایت کې د چرګانو د دانې د تولیداتو زیاتوالی.

دوشنبه دسلواغې۱۳مه ۱۳۹۹
په ورستیو میاشتو کې د کندهار ولایت د چرګانو د دانو په تولیداتو کې د پانګونې زیاتوالې سره په یادو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د چرګانو د دانې تولیدونکې فابریکه کې د ۲ میلونه ډالرو څخه ۵ میلونو ډالرو ته د پانګونې په زیاتوالي سره د کندهار ولایت د چرګانو د فارمونو د ضرورت وړ دانې په تولیداتو کې زیاتوالي سربیره، په یاد ولایت کې د کار فرصتونو درامنځته کولو سبب هم شوی، چې په مستقم او غیر مستقیم ډول يې ۸۰۰ تنو ته دکار زمینه برابر کړی ده.
د وطن د چرګانو ددانې د فابریکې ترڅنګ د کندهار د شوراندام په صنعتې ښارګوتې کې ۵ نورې کارخانې هم دضرورت وړ چرګانو ددانوپه تولید بوختې دي چې خپل د ضرورت وړ اومه توکې له پاکستان،چین او برازیل هیوادونو څخه ترلاسه کوي او خپل تولیدات د کندهارسربیره دهیواد بیلابیلو ولایاتو ته عرضه کوي.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت د یو پالیسې جوړنکې بنسټ په توګه تل هڅه کړې ترڅو هیواد، د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې په ځان بساینې ته سوق کړی.