په کندهار کې دپمپرز او کاغذي دستمالونو دتوليد ډيروالی

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۵۹
په کندهار کې دپمپرز او کاغذي دستمالونو دتوليد ډيروالی

دوشنبه: دمرغومې ۲۹ مه ۱۳۹۹

دکندهار ولايت دشوراندام په صنعتي پارک کې هغې فابريکې چې پمپرز او کاغذي دستمالونه توليدوي خپلو محصو لاتو کې يې ډير والی راوستلی ياده فابريکه په يوه ورځ اوشپه کې ۱۳۰ زره پمپرز او کاغذي دستمالونه توليدوي.

ددغې فابريکې مسولين وايي چې په فابريکه کې يې درې سوه تنه په کار بوخت دي او لږتر لږه يو ميليون ډالره پانګونه يې پرې کړې ده.

ديادې فابريکې محصولاتو سربېره پر دې چې کندار يې له دې اړخه پرځان بسيا کړی نورو ولايتونو او پاکستان ته هم صادرات لري.

دکندهار ولايت په دووصنعتي پارکونو کې درې سوه توليدي فابريکې فعاليت کوي چې ديادولايت دزرګونه اوسېدونکو لپاره يې دکار زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS