په کندهار کې د سمنټو دیوې سترې فابریکې جوړېدو له بهیر څخه لیدنه
پنج شنبه مورخ ۹ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲ لیندی ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د کندهار ولایت شوراندام صنعتي پارک کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې له جوړېدو څخه لیدنه وکړه.
دغه فابریکه چې په سل جریبه ځمکه کې د خصوصي سکټور د لسګونه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوړېدو په حال کې ده. د دغې فابریکې بشپړ جوړېدل پنځه کاله وخت نیسي او د تولید ظرفیت یې په یو ورځ کې تر پنځو زرو ټنو پورې رسیږي. البته، لومړی پړاو به یې په راتلونکي کال کې بشپړ شي او د تولید ورځنې ظرفیت به یې 1500 ټنه وی.
د دغې فابریکې په فعالیدو سره به له پنځه زره څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.