چینایي پانګوالو سره لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۷:۴۵
چینایي پانګوالو سره لیدنه

شنبه مورخ ۱۶ شوال المکرم ۱۴۴۴ / ۱۶ غويي ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د چین هیواد یو شمیر پانګوالو سره لیدنه وکړه.

په  لیدنه کې چینایي پانګوالو وویل چې د تجربه لرونکي،مسلکي او مجهز تخنیکي ټیمونو په لرلو سره غواړو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ( سولر سیسټم)، د لویو لارو جوړولو،  کانونو او همداسي نورو بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړو.

همدارنګه چینایي پانګوالو وویل چې غواړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د افغان سوداګرو یو ټیم ته د چین هیواد له تولیدي فابریکو او کارخونو څخه د لیدنې زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال  چینایي پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ . همداراز ښاغلي جمال د چینایي پانګوالو څخه وغوښتل چې خپل ټول پلانونه او وړاندیزونه چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې لري په لیکلي ډول له وزارت سره شریک کړي ترڅو ستاسو په برنامو په اقتصادی کمیسیون کې بحث وشي.

همدا راز ښاغلي جمال وویل چې الحمدلله نن زمونږ هېواد د بشپړ امنیت څخه برخمن دی او د دغه ستر نعمت څخه په استفادې ټولو صادقو، ژمنو او تجربه لرونکو پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په ۳۰ مه د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۱
Background image

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه خبرې اترې

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په دیرشمه نېټه، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي امارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام: د هېواد صنعت تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف، د اوبو او. . .

BACK TO NEWS