کابل کې د سیروم جوړونې ستره فابریکه پرانیستل شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۹:۳
کابل کې د سیروم جوړونې ستره فابریکه پرانیستل شوه

دوشنبه مورخ ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۵ / ۱۰ تله ۱۴۴۵

د کابل په پل چرخي صنعتي پارک کې د سیروم جوړولو یوه ستره او معیاري فابریکه پرانیستل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې د یو شمېر نورو لوړ رتبه امارتي چارواکو تر څنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال هم ګډون درلود.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې دټي جي ایل فارماسیټیکل په جوړېدو خوښي څرګنده اود فابریکې له څښتن یې مننه وکړه، ښاغلي جمال زیاته کړه چې خصوصي سکتور دهیواد په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لوبولی او د سلګونو هیوادوالو لپاره یې کاري زمینه رامنځته کړې ده.

په وینا یې افغانان باید له داخلي تولیداتو استفاده وکړي،صنعتکارانو ته دځمکو وېش او برېښنا دکمښت دستونزو اړوند ښاغلي جمال ډاډ ورکړ چې په نزدې وخت کې به ددې ستونزو لپاره مناسب حل پیدا شي.

په پای کې دنورو چارواکو په ملتیا د سوداګرۍ وزارت مرستیال دفابریکې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ټي جي ایل فابریکه د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت رامنځته شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰زره سیرومونو د تولید وړتیا لري. په فابریکه کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS