په ۱۳۹۹ مالي کال کې به د صادراتو کچه ۱.۵ میلیارډه ډالرو او اقتصادي وده به څه باندې ۳ سلنې ته ورسېږي

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۵:۳۷
په ۱۳۹۹ مالي کال کې به د صادراتو کچه ۱.۵ میلیارډه ډالرو او اقتصادي وده به څه باندې ۳ سلنې ته ورسېږي

شنبه د ۱۳۹۸ کال د کب ۳مه
کابل، افغانستان: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ مرستیال، ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دغه وزارت د عمده فعالیتونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
عبدالکریم ملکیار چې د شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې په برخه کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارډ ډالرو ته رسولې او په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې دغه کچه ۱.۵ میلیارډه ډالرو او په ۱۴۰۰ کال ۲ میلیارډه ډالرو ته ورسوي.
هغه وویل چې د هوایي دهلېزونو د پروګرام د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه؛ په څه باندې زرو الوتنو کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نېږدې ۱۲ زره ټنه سوداګریز توکي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي او دغه راز د هېواد سوداګر کولای شي خپل سوداګریز توکي د لاجوردو له لارې ترکیې او اروپا، د چابهار بندر له لارې هند او د اوسپنې پټلۍ له لارې، د حیرتانو له بندر څخه چین ته صادر کړي.
ملکیار ټینګار وکړ چې د افغاني محصولاتو د پېژندنې په برخه کې د نندارتونونو د جوړېدو اهمیت ته په پام سره، په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۱۷ نړیوال او ۸ کورني نندارتونونه جوړ شوي دي او دغه وزارت په پام کې لري چې په ۱۳۹۹ کال کې د نړیوالو نندارتونونو شمېر ۲۰ ته لوړ کړي.
د پانګه اچونې راجلبولو او تولیداتو د لوړولو لپاره، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لومړیتوب ورکړل شوی او په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
ملکیار وویل چې په کابل، کندهار، میدان وردګو او هرات ولایتونو کې د څلور صنعتي پارکونو زېربنایي چارې بشپړې شوي، په خوست، پروان، ننګرهار اوپکتیا ولایتونو کې د صنعتي پارکونو زېربنایي چارې پیل شوي او د امید پروژه، چې په پروان، هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پنځه کرنیز پارکونه پکې شامل دي هم عملي کېږي.
دغه راز د سوداګرۍ وزارت، ښځو او د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او طبي نباتاتو د پروسس په برخه کې د فعالیت کوونکو کمپنیو په ګډون؛ وړو تشبثاتو ته د ځمکو د وېش پر مشخصو پالېسیو هم تمرکز کړی دی.
همدارنګه تر دې دمه ۱۷۵ شرکتونو، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو سندونه تر لاسه کړي او ۵۰ نور شرکتونه د اقتصاد د عالي شورا لخوا د ځمکو د سندونو تاییدۍ ته منتظر دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل، دغه وزارت غواړي چې د خصوصي سکتور د ودې او د خونو د نوي قانون پربنسټ له خصوصي سکتور سره په همغږۍ؛ دوه نوې خونې چې د کرنې او مالدارۍ او د کسبه‌کارانو او دُکاندارانو خونې پکې شاملې دي، رامنځته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د دغه وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو په عمومي ریاست کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کړي چې پر بنسټ یې د جواز لګښت له ۳۰ زره افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی او دغه راز د جواز ترلاسه کولو وخت یوې ورځې ته رالنډ شوی، د بایومټریک سیستم او ځانګړی دفتر پرانیستل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو عمومي ریاست په دغه ریاست کې د بنسټیزو اصلاحاتو تر رامنځته کېدو وروسته توانېدلی دی چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې ۱۹ زره جوازونه ووېشي، چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پرتله ۵ زره زیات جوازونه وېشل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کړنو وروستي هدف ته په پام سره چې د هېواد اقتصادي وده ده، تمه کېږي چې په روان مالي کال کې د هېواد د اقتصادي ودې کچه څه باندې ۳ سلنې ته لوړه شي.
دوه کال وړاندې د هېواد اقتصادي وده ۲.۷ سلنه وه چې تېر کال دغه کچه ۲.۹ سلنې ته ورسېده.