د نړیوالې پانګونې د عملې چارو پیل
یکشنبه: د وری۲۸مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د HIMPROMSERVICE نړیوال شرکت له استازو سره په خپل کارې دفتر کې وکتل او په هېواد کې یې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
یاد شرکت چې له آلمانی، روسي او چینايي پانګوالو څخه جوړ دی، په افغانستان کې يې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند ګړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي د دغه شرکت د سوداګریز پلان، پروپوزل، پروفایل، کاري پروژو او بیلانس شیټ د وړاندې کولو په هکله وویل، چې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې له ګډون مخکې باید یو تخنیکي ټیم ،د دې وزارت، کابل ښاروالۍ او یاد شرکت څخه جوړ، په پروپوزل او هوکړه لیک باندې په ګډه کار وکړي .
د (HIMPROMSERVICE) نړیوال شرکت په پام کې لري چې د کیمیاوي سرې،ګازو،تیلو او بریښنا د تولید په موخه د کثافاتو په څلوروفابریکو پانګونه وکړي.
