د نړیوالې پانګونې د عملې چارو پیل

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۳:۲
د نړیوالې پانګونې د عملې چارو پیل

یک‌شنبه: د وری۲۸مه ‍۱۴۰۱ 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د HIMPROMSERVICE نړیوال شرکت له استازو سره په خپل کارې دفتر  کې وکتل او په هېواد کې یې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

یاد شرکت چې له آلمانی، روسي او چینايي پانګوالو څخه جوړ دی، په افغانستان کې يې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند ګړ.

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي د دغه شرکت د سوداګریز پلان، پروپوزل، پروفایل، کاري پروژو او بیلانس شیټ د وړاندې کولو  په هکله وویل، چې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې له ګډون مخکې باید یو تخنیکي ټیم ،د دې وزارت، کابل ښاروالۍ او یاد شرکت څخه جوړ، په پروپوزل او هوکړه لیک باندې په ګډه کار وکړي .

د  (HIMPROMSERVICE) نړیوال شرکت په پام کې لري چې د کیمیاوي سرې،ګازو،تیلو او بریښنا د تولید په موخه د کثافاتو په څلوروفابریکو پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS