د خلکو، صنعت کارانو او سوداګرو اړیکې د ا.ا.ا سره  قلبآ غښتلې او نژدې شوي دي

reza_admin
Thu, Jun 23 2022 10:37 PM
د خلکو، صنعت کارانو او سوداګرو اړیکې د ا.ا.ا سره  قلبآ غښتلې او نژدې شوي دي

پنج‌شنبه د چنګاښ 2 نیټه ۱۴۰۱ کال

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال د هیواد په شمال کې د غالیو د تولید کونکو او صادرونکو اتحادې رئیس الحاج محمدانور رحیمی سره د بلخ ولایت  د صنعت او سوداګرۍ ریاست کې د نوموړي په کاري د فتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ چارو اقتصادي سلاکار محترم ملا نیازمحمد واثق، محترم مطیع‌الله امید د ستراتژۍ، پالیسی او پلان رئیس، محترم امیرمحمد متقی د بلخ ولایت د صنعت او تجارت رئیس، د غالیو تولید کونکو او سوداګرو هم  حضور درلود.

 په پېل کې د یادې اتحادې رئیس د صنعت او سوداګرۍ چا رو معین ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه؛ په دې ورستیو کې د غالیو صادرات ۹۰ سلنه ډیروالی موندلی او د عوایدو کچه مو ۲۵ سلنه پورته شوې ده.

په همدې لړ کې محترم عبدالحی حامدی په شمال کې د غالیو یو تن تولید کونکي وویل چې د امنیت په ټینګښت او د خداماتو په وړاندې کولو سره د خلکو، صنعت کارانو او سوداګرو اړیکې د ا.ا.ا سره قلبأ نژدې او غښتلې شوي دي. هغه د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د ملاتړ ترڅنګ د یاد وزارت له معین څخه وغوښتل چې د قالینو د صادراتو په برخه کې ځانګړې   پاملرنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د هیواد غالۍ یې د افغانستان ویاړ وباله او وویل، موږ د بازار موندنې څو برخو ته ځانګړې پاملرنه لرو چې نړیوال بازار ورته پیدا کړو چې یو یې هم د هیواد  غالۍدي .

Latest news

Thu, Dec 22 2022 1:39 PM
Background image

بحث روی سرمایه‌گذاری مشترک با نمایندگان سکتور خصوصی جمهوری تاتارستان و جمهوری اسلامی ایران در افغانستان

جلسه‌ای که تحت ریاست محترم الحاج نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت برگزار گردیده بود، با اشتراک معین محترم وزارت معادن و پطرولیم و نمایندگان وزارت محترم آب و برق

Thu, Dec 08 2022 8:53 AM
Background image

Afghanistan Investment Desk inaugurated

MoIC minister Mr. Noor Ud Din Azizi flanked by a number of cabinet ministers and private sector's notables inaugurated the facility.

Tue, Aug 02 2022 2:21 PM
Background image

Deputy Minister Met  the Governor of Kandahar Province 

Deputy Minister of Industry and Commerce Respected Mawlawi  Qodratullah Jamal Met with Mr.  Haji Yousef Wafa governor of Kandahar province

BACK TO NEWS

Quick Links