د خوست سموات باغ صنعتي پارک پرانیستل شو

reza_admin
Tue, Dec 12 2023 8:52 AM
د خوست سموات باغ صنعتي پارک پرانیستل شو

دوشنبه مورخ ۲۷ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲۰ لیندی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د مل پلاوي سره خوست ولایت ته رسمي سفر ترسره کړ. د یاد سفر موخه په خوست ولایت کې د سموات باغ د صنعتي پارک پرانیسته وه چې د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا په مهال ښاغلي جمال وویل: وخت رارسېدلی چې صنعتکاران او سوداګر خپله پانګه په خپل هیواد کې په کار واچوي.

نوموړي د یاد پارک پرانیستې ته په اشاره وویل چې ااا د صنعت او سوداګرۍ په ډګر کې د بېساري ګامونو په پورته کولو د هیواد د صنعت ودې ته خپلې قوي ارادې څرګندوي.

د خوست ولایت د سوداګرۍ رئیس مولوي شمس الاحد د خپلو خبرو په ترڅ کې د سوداګرۍ وزارت له مرستیال څخه مننه وکړه او د سموات باغ پارک پرانیسته یې د خوستي ولس لویه هیله وبلله.

د یادونې وړ ده چې یاد پارک ۴۰۰ جریبه ساحه لري او د ۱۷۹۳۰۰۰افغانیو په لګښت یې د احاطې دېوال او سرک جوړیږي چې په ۱۵ کاري ورځو کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS