د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

anwar_admin
Thu, Jun 06 2024 12:57 PM
د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

پنجشنبه۲۸ ذوالقعدةالحرام ۱۴۴۵ / ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳

یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء  د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د خصوصي سکتور د غړو په شتون کې ترسره شوه.

د دوامداره اقتصادي ود ه پرمختګ لپاره د خصوصي سکتور د ملاتړ صندق، د بې کارۍ د کمول، د کار د نویو فرصتونو د رامنځته کول، د سوداګرۍ د توازن د ساتل، د خصوصي سکتور د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو او ګواښونو د کمول،د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو برابرو، د خصوصي سکتور اړوند پروژو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د باوري مالي سرچینې درلودل، د ملي بنادرو د کمیټې د پروګرامونو تمویل، په بندرونو کې د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځته کول، د لابراتوارونو جوړول او د وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت د ازموینې لپاره د تجهیزاتو اخیستل او  دتشبثاتو د کاري شرایطو ښه کول د دې صندق د رامنځته کولو له عمده اهدافو څخه دي.

د صنعت او سودااګرۍ سرپرست وویل؛ هغه پروژې چې  د صندق  د رهبري کمیټې او د خصوصي سکتور په مشوره لومړیتوب ولری په یقینې توګه د به تجارت د پراختیا، د مصرف کوونکو لپاره به بیې راکمې کړي او واردات او صادرات به ګړندي کړي.

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ  او تخنیکي کمیټې لرونکې ده . د دغو کمېټو په غړو کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، د چارو عمومي رئیس ، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، انرژۍ او اوبو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو استازي  او د سکتوری اطاقونو استازی شامل دي.

د کمیټې عمده دندې د وړاندیز شویو پروژو تصویب یا رد کول، د بودیجې لپاره د مرستې اندازه ټاکل، د پروژو لومړیتوب طبقه بندې کول، د تخنیکي  کمیټي دفعالیتونو څارنه، د پروژو د تطبیق څارنه، ریاست لوزراء مقام او اقتصادی معاونیت ته د  پروژو د لګښتونو راپور وړاندې کول دي.

دغه صندوق په ملي او نړیواله کچه د حقیقي او حقوقي اشخاصو د مرستو، اعانو پر وارداتو او صادراتو د ډیرکم فیس لارې تمویلیږي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS