په ګردیز کې د افغان  تولید نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
Wed, Aug 28 2024 9:07 AM
په ګردیز کې د افغان  تولید نندارتون پرانیستل شو

سه شنبه ۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۶ وږی ۱۴۰۳

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې پرون سه شنبه د وږي په ۶مه، د افغان تولید نندارتون، د صنعت او وداګرۍ وزارت د استازو، د پکتیا د والي مرستیال، امنیه قوماندان، د هغه ولایت د اقتصاد رییس، د کانونو او صنایعو خونې رییس، د امر بالمعروف رییس او د افغانستان اسلامي امارت د نورو اړونده مسوولینو او د خصوصي سکتور د لستازو په حضور کې، د پپکتیا په پوهنتون کې پرانیستل شو.

پدې نندارتون کې په بېلابېلو سکتورونو کې د هېواد محصولات او تولیدات په پنځوسو غرفو کې د درې ورځو په موخه، نندارې ته وړاندې شوي دي.

په هغه محفل کې چې له همدې امله په ګردیز ښار کې جوړ شوی و، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د نندارتونو نو د جوړولو رییس محترم مولوي قابل محمد عابد د یاد وزارت په استازیتوب خبرې وکړې او ددې ډول نندارتونو جوړیدل یې هېواد والو ته د خپلو تولیداتو او محصولاتو د ور پېژندنې لپاره اړینې وګڼلې.

نوموړي زیاته کړه چې افغاني تولیداتو اوس په نړۍ کې خپل ځای پیدا کړی او د نړۍسترو سترو هېوادونو ته صادرېږي. ښاغلي عابد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل تر څو د هېواد په داخل کې پانګونه وکړي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS