د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

anwar_admin
Wed, Jul 23 2025 8:58 AM
د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

سه‌شنبه، 26 محرم الحرام 1447 / 31 سرطان 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره په اسلام‌اباد کې و کتل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي، ترانزیټي اسانتیاوو، او متقابلو همکاریو پر پراخېدو هر اړخیز بحث وشو. دواړو لوریو د موجوده خنډونو د له‌منځه وړلو لپاره مؤثرې حل‌لارې وټاکل و شوې.

همدارنګه، د صادراتو د زیاتوالي په موخه، په ځینو افغاني صادراتي توکو د تعرفو د راکمولو په اړه بحث و شو، تمه ده چې په دې اړه به د دواړو هیوادونو تر منځ هوکړه و شي او په نږدې راتلونکې کې به عملي شي. دغه پرېکړه به د صادراتو د اسانۍ ترڅنګ، د افغان سوداګرو او تولیدوونکو لپاره یو مثبت بدلون راولي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS