جمهوررئیس غني د اوزبیکي ژبې ملې ورځې د نمانځنې مراسمو کې: اوزبیکي د ارتباط او وصل ژبه ده

yonus_shafaq
Wed, Oct 21 2020 9:21 AM
جمهوررئیس غني د اوزبیکي ژبې ملې ورځې د نمانځنې مراسمو کې: اوزبیکي د ارتباط او وصل ژبه ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د اوزبیکي ژبې ملي ورځې (د تلې ۲۹) د نمانځنې په مراسمو کې نن له غرمې مخکې په سلامخانې ماڼۍ کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو، د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال، د هیواد پوهانو، لیکوالو او څېړونکو حضور درلود، په پیل کې استاد عزیزالله ارال له جمهوررئیس غني څخه د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې (د تلې ۲۹) د نومولو او په کالیز کې د درج کولو له امله مننه وکړه او ټولو ته یې د دغې ورځې مبارکي وویله.

نوموړي د ژبو ارزښت او هراړخیز استعمال ته په اشارې وړاندیز وکړ چې پوهنې وزارت دې د اوزبیکي ژبې د کتابونوچاپ او وېش، لوړو زده کړو وزارت دې له اوزبیکستان څخه د یو شمېر راستنو شویو محصلینو د اسنادو اجرا او هوایي او مخابراتي شرکتونه دې په اوزبیکي ژبه اعلانونو او تبلیغاتو ته پاملرنه وکړي .

ورپسې د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اوکتامو ویچ عمرزاکوف د جمهوررئیس شوکت میرضیایف پیغام ولوست. یاد پیغام جمهوررئیس ته په خطاب کې ویل، د زړه له کومې تاسو او ټولو ګډونوالو ته ستاسو جلالتماب د حکم په اساس د اوزبیکي ژبې ملي ورځې د نمانځنې مبارکي وایم او تود هرکلی یې کوم.

د اوزبیکستان جمهوررئیس په خپل پیغام کې لیکلي و، موږ په ۲۰۱۸ کال کې د اوزبیکستان ترمز ښار کې ۲۰۰ افغان محصلینو ته د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو او اورګاډي پټلۍ او نورو برخو کې د تحصیل زمینه برابره کړه او دا دوامدار پروګرام دی.

په یاد پیغام کې راغلي و، اوزبیکستان دولت د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د افغانستان حکومت سره هراړخیزه همکاري کوي او موږ په دې برخه کې د افغانستان حکومت زیات ملاتړ ته ژمن یوو. همدارنګه د اوزبیکستان دولت په افغانستان کې د امنیت د تامین او د حکومت د انکشافي برنامو هراړخیز ملاتړ کوي.

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې ټولو ته د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې مبارکي پرمهال وویل، نن زموږ موخه د اساسي قانون د ۱۶ مادې تطبیق دی او قانون د افغانستان د ټولو ژبو په اړه بشپړ وضاحت لري.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ویاړ ځای دی چې د اوزبیکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف نه یوازې خپل پیغام رالېږلی، بلکې استازی یې هم دلته حضور لري. له سل کاله لیرې والي او د سټالین د دوران له فاجعې وروسته نن افغانستان او اوزبیکستان یوځل بیا نه جلا کېدونکې اړیکې لري او دغه دوستي دې تلپاتې وي.

محمداشرف غني د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، زموږ اړیکې او مناسبات ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او دا د منځنۍ اسیا او د افغانستان د ولسونو د ثبات او سوکالۍ لپاره زیات ارزښت لري.

هغه زیاته کړه. اوزبیکي زموږ د ارتباط او وصل ژبه ده او افغانستان ډېر نېکمرغه دی چې زموږ هره ژبه د وصل ژبه ده او څومره چې د دغو ژبو په اړه د هر افغان پوهه زیاتېږي، نو همغومره ورسره ملي یووالی اوسیمه ییزې اړیکې پیاوړې کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د هلمند او غور خلکو ته یو وار بیا د وروستیو پېښو د شهیدانو تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، موږ د ثبات، همغږۍ او یووالي استازیتوب کوو، فکر مو روښانه، زړونه مو پاک او راتلونکي محوره یوو او میراثي تاوتریخوالی پایته رسوو. دغه تاوتریخوالي ته دوام ورکوونکي د خدای او ولس پر وړاندې مسوول دي.

جمهوررئیس د دغو مراسمو له جوړونکو څخه په مننې وویل، د نمانځلو ترڅنګ باید د خپل عظیم فرهنګ ژورې رېښې درک او ګټور اثار تالیف کړو. هغه زیاته کړه، په ځوانانو کې امیرعلي شېرنوایي او ښځوکې ګوهرشاد بېګم غواړم.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS