د تیلو واردونکو سوداګرو سره مشورتي ناسته

reza_admin
Thu, Oct 14 2021 10:56 AM
د تیلو واردونکو سوداګرو سره مشورتي ناسته

چهارشنبه: دتلې ۲۱مه ۱۴۰۰  ۶ربیع‌الاول 1443

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د کندهار ، فراه او نیمروز ولایتونود تیلو واردونکو سره دیاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هیواد په  بازارونو کې يې د ټیټ کیفیت لرونکو تیلو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر وویل چې موږ د افغانستان خلکو پروړاندې مسؤل یو او موږ باید د واردولو او پیرلو پرمهال د هغو کیفیت ته خاصه  پاملرنه وکړو ترڅو ستونزې رامینځته نشي.

د تیلو واردوونکو سوداګر د ګاونډیو هیوادونو سره د تیلو په قرارداد کې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او افغانستان د واردیدونکو تیلو په هکله يې خپل نظریات وړاندې کړل.

ښاغلي عزیزي،د تیلو پرکیفیت، چاپیریال ساتنې او د هیوادوالو روغتیا ته په پام سره وویل چې د بي کیفتیه تیلو واردول  په هیڅ ډول د منلو وړ نه دې .

په پاي کې ښاغلي عزیزي له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو قراردادونو په اړه معلومات  او د نفتی توکو د کیفیت ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه له دوې سره شریک کړي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS