د صنعتي او تولیدي فابريکو د ثبت سیستم پرانیستل شو

reza_admin
Sun, Apr 02 2023 3:36 PM
د صنعتي او تولیدي فابريکو د ثبت سیستم پرانیستل شو

یک شنبه مورخ 11 رمضان المبارک 1444 / 13 وری 1401

د کورنیو تولیداتو او د هېواد د صنعت د ملاتړ په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سر پرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی تر مشرۍ او د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ خونې د مدیره هئیت غړو ښاغلي خان جان الکوزی، ښاغلي خیرالدین مایل، ښاغلي اچکزی، د صنایعو او کانونو خونې مشر ښاغلي شیرباز کمین زاده او د دې خونې د مدیره هئیت غړو ښاغلي ظریف ګل او خالد دانش د کرنې او مالدارۍ خونې مشر ښاغلي خان محمد فروتن، او د دې خونې د مدیره هئیت غرو ښاغلي میرویس حاجی زاده، ښاغلي اختر احمدی، ښاغلي صاحب حکیم جان او ښاغلي انجنیر قاسم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي ریاست رئیس ښاغلي سید محمد نعیم محمدی، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ ریاست عمومی رئیس ښاغلي قاری محمد زبیر دین پرور په ګډون غونډه کې د صنعتي او تولیدي فابریکو د ثبت سیستم پرانيستل شو .

الحاج عزیزي د فابریکو د معلوماتو د ثبت په برخه کې د شرکتونو او مؤسسو د غوښتنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او دباور وړ او معیاري شرکتونو د توپیر په موخه مو د دوی غوښتنه ومنله، هغه ټینګار وکړ چې د هیواد د تولیداتو په برخه کې د نړیوالو نورمونو او معیارونو په نظر کې نیولو سره معیاري کېدو او سالمې سیالۍ ته اړتیا ده او دا سیستم د آسانتیا د رامنځته کولو په موخه ده همداراز د دې وزارت په هر فعالیت کې به د خصوصي سکټور نظر واخیستل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، په یو شمېر سکتورونو کې تولیدي فابریکي په کافي اندازه فعالیت کوي، خو په نورو برخو کې لکه د نساجۍ صنعت چې د هیواد اساسي اړتیا ده، جدي پانګونې ته اړتیا لري.

همداراز د تکنالوژۍ او معلوماتی، او د ثقیله صنایعو رئیسانو د سیسټم د جوړولو، د معلوماتو راټولولو، په سیسټم کې د اړتیاوو د ارزونې او د معلوماتو د جلا کولو، په سیسټم کې د فابریکو د ثبت پروسې، د آسانتیاوو رامنځته کولو، او د هغو شرکتونو د پیژندلو په اړه خبرې وکړې چې د دې سیسټم له لارې پانګونې او د تعرفو فرصتونو ته اړتیا لري.

د غونډې ګډونوالو د دغه سیسټم له پیل څخه د ملاتړ تر څنګ مننه وکړه، او د دغه سیسټم په اهمیت او تجربو يې خبرې وکړې او دا یې د الکترونیکي حکومتولۍ او دشرکتونو په چارو کې د روڼتیا راوستلو په برخه کې يو ښه پیل وباله.

په پای کې ګډونوالو د صنعتي او تولیدي فابریکو د ثبت سیسټم په عملي بڼه ولیدل او یاد سیسټم د ګډونوالو په شتون کې پرانیستل شوه

د یادونې وړ ده چې د فابریکو د معلوماتو د ثبتولو په برخه کې د همکارۍ په موخه لارښود او ویډیو ( په راتلونکي کې) او د اړیکو شمیرې به د فابریکو له مسؤلینو سره شریکې شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS