د ثبت مرکزی عمومي ریاست کې سوداګریزي نښي د آنلاین لټون سیستم رامنځته کیدل.
سه شنبه:د زمري ۱۹مه ۱۴۰۰
د سوداګریز،صنعتي،تولیدي او خدماتي جوازونو د ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو په موخه سوداګریز نښه آنلاین لټون سیستم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیت عمومي ریاست لخوا رامنځته او په کار یې پیل وکړ،ترڅو د سوداګریزو نښو په غوره کولو کې د څو شرکتونو د ځانګړو نښو د انتخاب مخنیوي وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ژمن دی چې د سوداګرو ، صنعتي ، تولیدي او خدماتو جوازونو لپاره غوښتونکو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي ، او په نږدې راتلونکي کې به د بیلابیلو جوازونو ترلاسه کولو پروسه آنلاین کړي.