د جلغوزې د تولید، پروسس او صادراتو سکتور لپاره یوه واحده اتحادیه جوړیږي

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۶:۷
د جلغوزې د تولید، پروسس او صادراتو سکتور لپاره یوه واحده اتحادیه جوړیږي

شنبه ۲ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په هېواد کې د جلغوزې د تولید او صادراتو سکتور له غړیو څخه د ملاتړ، د دې سکتور د لا ښه مدیریت او د دې سکتور د غړیو تر مینځ د ناسالم رقابت له مینځه وړلو په موخه نن د خپل کار په دفتر کې د جلغوزې د سکتور له سوداګرو سره وکتل.

پدې لیدنه کې د جلغوزې د پروسس د فابریکو پر جوړولو ټینګار وشو او د جلغوزې پر صادراتو، د دې سکتور له غړیو څخه پر ملاتړ او په هېواد کې د جلغوزې د مارکیټ پر جوړولو بحث ترسره شو او پر دې سربېره د جلغوزې د سوداګرو ستونزې واوریدل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دوی د خبرو په اوریدو سره، له دوی څخه د یاد وزارت بشپړ ملاتړ اعلان کړ او څرګنده یې کړه چې د دې سکتور د سوداګرو تر مینځ دې نا سالمه رقابت ژر تر ژره پای ومومي او ټول سوداګر دې په یوه واحده اتحادیه کې سره را ټول شي.

د دې سکتور د سوداګرو په وینا، اوس د افغانستان جلغوزي، چین، هند او ځینو اروپایي هېوادونو ته صادریږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS