د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یو شمېر بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو سره وکتل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۸:۴۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یو شمېر بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو سره وکتل

چهارشنبه ۲ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶ / ۱۰ ثور ۱۴۰۴

پرون، د سه شنبې په ورځ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي په تاشکند ښار کې د اوزبیکستان هېواد له لوري په جوړه شوې نمایشګاه کې د یو شمېر بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو سره وکتل.

ښاغلي زاهد د نوموړو صنعتکارانو له تولیداتو څخه د نږدې کتنې ترڅنګ، هغوی د افغانستان په اقتصادي بازار کې د پانګونې لپاره وهڅول.

په دې غونډه کې بهرنیو پانګوالو د افغانستان د اقتصادي امکاناتو او فرصتونو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي زاهد د بهرنیو پانګوالو د همکارۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي امارت هغه هڅې یې بیان کړې چې د اقتصادي پرمختګ او د صنعت د ودې لپاره یې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS