د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د ډیجیټلي خدماتو د مرکز پرانيسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۹
د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د ډیجیټلي خدماتو د مرکز پرانيسته

 سه شنبه دچنګاښ 22مه 1400

 دصنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د ډیجیټلي خدماتو مرکز ،  سرور روم ، د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرستې ميز (IT-Helpdesk) او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډیجیټلي آرشیف سیسټم ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني اودياد وزارت معين محمد سليمان بن شاه لخوا رسما پرانستل شو.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د دې مرکز پرانیستل د ډیجیټلي حکومتدارۍ د ادغام په لاره کې یو مهم ګام وباله او ټینګاريې  وکړ چې د معلوماتو اوټکنالوژۍ د زیربنا رامینځته کولو لپاره ، د روڼتیا او حساب ورکونې د ودې لپاره د سیستمونو ډیجیټلي کول د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دي چې همغږي پلانونه باید ډیزاین او پلي شي.

 له بلې خوا ، د دې وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ او سیسټمونو پراختیا رییس حسیب الله میلاد وايي چې یاد شوی مرکز د اطلاعاتو ټیکنالوژۍ معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره د دې وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ لومړني جوړښت دی.

ديادومراسمو په پای کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د معلوماتي ټیکنالوژۍ او سیسټمونو پراختیا له ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS