خبرتیا-د دبۍ ۲۰۲۰ کال نندارتون

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۰:۴۵
د اکسپو ۲۰۲۰ دبی خبرپاڼه

د دبۍ ۲۰۲۰ میلادي کال نندارتون چې د  کورونا ویروس د خپریدو له امله ځنډول شوی وو  ،د افغانستان په ګډون  له ۱۹۲ څخه د ډیرو هیوادونو،سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ترسره کیږي. دا نندارتون په دبۍ کې د عربي متحده اماراتو په ښار کې  د۲۰۲۱ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر۳۱ مې نیټې پورې د شپږو میاشتو لپاره په ورځ کې ۱۵ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې د لیدونکوکوربه وي .  

د افغانستان اسلامي جمهوریت د "نندارتون فرصتونو" په ساحه کې د درې پوړونو (پاویلیون) په جوړولو  کار کوي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دې نندارتون اړوند فعالیتونه او برنامې پلانولو په حال کې دی   یقیناً، خصوصي او عامه شرکتونه  به دا ځانکړی فرصت له لاسه ورنکړي. هغه کسان چې لیواله دي کولی شي پدې نندارتون کې برخه واخلي او د دې وزارت د نندارتون څانګې سره په اړیکه کې شي او د نندارتون په هکله د نورو جزئیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د اړیکو شمیره :

واټسپ نمبر 0093766660522 :

واټسپ نمبر   0093747626577 :

بریښنا لیک expo2020.afghanistan@gmail.com:

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

دلویدیځې حوزې دسواګرۍ خونې له غړو سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر لیدنه

دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني دلویدیځې حوزې دسواګرۍ خونې له غړو او یو شمېر سوداګرو سره ولیدل. په دغه غونډه کې دلویدیځې حوزې د سواګرۍ خونې غړو او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

حکومت اوخصوصي سکتور ترمنځ دمالیاتي جرایمومعافیت دڅرنګوالي په هکله غونډه ترسره شوه.

دخصوصی سکتورمتشبثینو سره دجمهور رئیس دناستې په تعقیب چې تیره اوونې ترسره او لارښوونه يې کړي وه ترڅو دمالیاتي جرایمواودولتي جایدادونو دکرايې مافعیت په میکانیزم دي کاروشي او دوروستۍ. . .

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۸:۱۳
Background image

جمهوررئیس: دولت د متشبثینو پیاوړتیا ته ژمن دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د نویو او کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا پر طرحې بحث وکړ. په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د افغانستان بانک سرپرست. . .

BACK TO NEWS