جمهوررئیس: دولت د متشبثینو پیاوړتیا ته ژمن دی

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۸:۱۳
جمهوررئیس: دولت د متشبثینو پیاوړتیا ته ژمن دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د نویو او کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا پر طرحې بحث وکړ.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د افغانستان بانک سرپرست رئیس اجمل احمدي په دریو برخوکې دغه طرحه تشریح او زیاته کړه، دغه طرحه د نویو او کوچنیو تشبثاتو د مالي او ټولیز ملاتړ او تشکیلاتي اصلاحاتو برخې ټولو وړاندیزونو او ستونزو ته رسېدنه کوي.
اجمل احمدي وویل، د کرونا وبا له امله د کرنتین پر مهال نوي ایجاد شوي او کوچني تشبثات له مالي ستونزو سره مخ شوي چې دولت د دوی د مالي ستونزو د حل لپاره د پور ورکولو صندوق جوړوي، د مالیې او مالیاتي جریمې د معاف کولو میکانیزم او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي لپاره مشخصې برنامې لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونو په استازیتوب خانجان الکوزي، د کسبګرو اتحادیې رئیس محمد حسن سپاهي، د سوداګرۍ خونو استازي احمد فهیم دیدار، د صنایعو او کانونو خونې استازي رحیم الله سمندر، د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیسې ندیمه سحر، د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
دوی د کرونا وبا پر مهال د نویواو کوچنیو تشبثاتو د مالي زیانونو د راکمولو لپاره د دولت د ملاتړ مننه وکړه او متشبثینو ته د پور ورکولو د صندوق رامنځته کولو، د مالیاتي جریمې معاف کولو او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي لپاره جوړه شوې طرحه یې وستایله.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د کرونا وبا پر مهال د خصوصي سکتور د فعالیت ستاینه وکړه وې ویل، د پور ورکولو صندوق مدیریت مهم دی او له زیانمنو متشبثینو سره د مرستې معیارونو واضح کولو لپاره باید مشخص وړاندیزونه وشي چې پر اساس یې د اقتصادي عالي شورا په راتلونکو غونډو کې مشخصې پرېکړې وشي.
جمهوررئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کرنتین پر مهال د مالیاتي جرایمو او د دولتي جایدادونو د کرایې معاف کولو میکانیزم په اړه د اقتصادي عالي شورا راتلونکې غونډې ته مشخص وړاندیزونه راوړي چې پر اساس یې دولت روښانه پرېکړې وکړي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د پور ورکولو صندوق لپاره باید د لوبې قواعد مشخص شي او له هغه پرته مالي فاجعه رامنځته کېږي او د شفافیت نشتوالي له امله د صندوق چارې دوراني کېدای نشي.
جمهوررئیس غني دخپلو خبرو په پای کې وویل، دولت له ټولو اصنافو سره واضح بحث کوي او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته په پام به د نویواو کوچنیو تشبثاتو پیاوړتیا ته لا زیاته زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۹
Background image

د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل

BACK TO NEWS