دافغانستان د لاسي صنایعو د پراختیا مختلط سهامي شرکت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه .

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۸:۱۸
دافغانستان د لاسي صنایعو د پراختیا مختلط سهامي شرکت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه .
پنج شنبه د سلواغې ۹مه ۱۳۹۹
دافغانستان د لاسي صنایعو د پراختیا مختلط سهامي شرکت د رهبرۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني په مشرۍ د دې شرکت د مدیره پلاوي په ګډون د یاد شرکت په مرکزي دفتر کې پرانیستل شوه .
ښاغلي نثاراحمد غوریاني د غونډې په پیل کې وویل: د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د بیلابیلو سکتورنوپه ځانګړي ډول د هیواد د لاسي صنایعو د پراختیا لپاره هراړخیزې طرحې جوړي کړي دي چې دهغه په پلی کیدو سره به یاد سکتورونه پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.
ښاغلي غوریاني د لاسي صنایعو د ژوندي ساتلو په هکله د یاد شرکت دمدیره پلاوي لاسته راوړنې وستایلې او ټینګار يې وکړ چې په لنډ وخت کې به د هغوې ستونزې په نښه او حل کړای شي.
په دې ناسته کې د یاد شرکت مدیره پلاوي خپلو ستونزوته په اشاري وړا ندیز وکړ چې دصنعت او سوداګرۍ په وزارت کې دې د لاسي صنایعو د پلورلو یو مرکز او په کابل کې دلاسي صنایع یو بشپړ کمپلکس رامنځته کړي.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر دهغوی دوړاندیزونو په منلو سره وویل چې یاد وزارت به ددوی دمحصولاتو دانلاین خرڅلاوپه موخه دراټولیدو یو مرکزرامنځته کړي،همداراز ښاغلي غوریاني ددغه شرکت له تولیدي محصولاتو څخه هم لیدنه وکړه
دافغانستان دلاسي صنایعو سهامي مختلط شرکت ۳۰ کاله وړاندې د۴۰ ٪دولتي او ۶۰٪ خصوصي سکتورپه پانګونې سره دخصوصي سکتور لخوا دهېواد دلاسي صنایعو دپراختیا،اوصادراتو په موخه رامنځته شو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS