دسریلانکا له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر لیدنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۵:۷
دسریلانکا له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر لیدنه

چهارشنبه : دسلواغې لومړۍ ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل کار په دفتر کې په کابل کې میشت دسریلانکا هېواد له سفیر ښاغلي ادمیرال کاری یاوسام کلاپاتا ویتانگی پیال هریش چاندرا دی سلوا سره وکتل او له نوموړي سره یې دسوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې همداراز دافغانستان ـ سریلانکا ترمنځ دترانزیټي همکاریو پر پراختیا ، له لویدځې آسیاهېوادونو سره پرسوداګریزه راکړه ورکړه او دکابل ـ کلمبو تر منځ دهوایي دهلیز پر رامنځته کولو هم خبرې اترې وشوې.

ښاغلي غوریاني دسریلانکا او افغانستان تر منځ پخوانیو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دکابل ـ کلمبو تر منځ سوداګریزې اړیکې باید پراخې شي او هغه سوداګریزه هوکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ چمتو شوې ده باید ژر تر ژره لاسلیک شي.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر همدا راز دسریلانکا له سفیر څخه وغوښتل چې سریلانایي پانګوال دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

بلخوا بیا دسریلانکا سفیر له افغانستان سره دښو سیاسیي اړیکو په درلو دلو سره وویل چې هېواد یې له افغانستان سره دښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی او سفارت به یې د افغانستان دتولیدي محصولاتو لپاره په هغه هېواد کې دخرڅلاو زمینه برابره کړي.

ددې ناستې په پای کې دواړو لورو ددواړو هېوادونو راتلونکې سوداګریزې اړیکې مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه چې دسوداګریزو راکړو ورکړو په اړه به له یو بل سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS