دصنعتي پارکونودجوړولو لپاره لا ډيرې ځمکې ځانګړې کيږي

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۷:۲
دصنعتي پارکونودجوړولو لپاره لا ډيرې ځمکې ځانګړې کيږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي او د دې وزارت له یو شمېر نورو چارواکیو سره وکتل.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغليعبدالکریم ملکیار په ولایتونو کې د صنعتي پارکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یو شمېر صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د دولتي ځمکو د انتقال غوښتوونکی شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزرات سرپرست د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په باریک اب سیمه کې جوړېدونکي صنعتي پارک ته په اشارې سره وویل، د یاد صنعتي پارک په یوه اندازه ځمکه کې حقوقي ستونزې رامنځته شوي او ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري دې د یادې ستونزې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د هېواد په کچه د دولتي ځمکو څخه د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره موثره او معقوله ګټه اخېستنه د وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلله او زياته يې کړه چې ياد وزارت په دې برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي دي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر متقاضي ادارو ته د ځمکې د انتقال په برخه کې وویل، دا وزارت د ټولګټو پروژود عملي کېدو او متقاضي ادارو ته د ځمکې د انتقال په برخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

همدارازیې د دې وزارت د ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه څو له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په باریک‌اب ښارګوټي کې د صنعتي پارکونو د ځمکې حقوقي ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

په پای کې دواړو لوریو دلازیاتې همکارې او همغږۍ په برخه کې خپل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۷:۲
Background image

دصنعتي پارکونودجوړولو لپاره لا ډيرې ځمکې ځانګړې کيږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي او د دې وزارت له یو شمېر نورو چارواکیو سره وکتل.. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۲:۳
Background image

د یو واحد چتر لاندې د جواز ورکولو ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو لپاره غونډه ترسره شوه

د یوه واحد چتر لاندې د وزارتونو او سکتوري ریاستونو د جوازونو یو ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو لپاره د جمهوري ریاست د حکم په بشپړ ډول پلي کولو لپاره، د مرکزي ثبت او فکري ملکیت عمومي ریاست. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

19 صنعتي او تولید شرکتونو ته ځمکه توزیع کیږي

د خوست ولایت د باغ - سموت صنعتي پارکونو ، د هرات صنعتي ښارګوټي ، د کندهار ولایت شوراندم صنعتي پارک او د کابل ولایت د باریکاب صنعتي - کرنیز پارک په شمول د ۱۹ شرکتونو سره د

BACK TO NEWS