دننګرهارولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر لیدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۸:۲
دننګرهارولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر لیدنه
پنجشنبه : دتلې ۳مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نومان او سرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني دننګرهار ولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره سره دلیدنې په ترڅ کې ددې ولایت دصنعت کارانو او سوداګرو په وړاندې دپرتې ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې دسوداګرۍ فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ، دافغانستان دسوداګرۍ خونو لومړي مرستیال ، محمد یونس مومند او دننګرهار ولایت دسوداګرۍ ، صنایعو او معادن خونو ریسانو ګډون کړی وو.
دغونډې ګډونوالو ، ښاغلي نثار احمد غوریاني ته دهغه دنوې ګومارنې په اړه ده ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ په دغه ولایت کې دصنعت او سوداګرۍ په اړه دپرتو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغو ګډونوالو دخپلو نورو ستونزو ترڅنګ له پاکستان سره په تورخم بندرکې ترانزیټي ستوزې ، دتورخم په ګمرک کې شته ستونزې ، د شیخ مصري او حصار شاهي د صنعتي پارکونوستونزې یې دبیلګې په ډول دوزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
همدا راز دننګر هار ولایت صنعت کارو او سودګرو دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني څخه وغوښتل چې ننګر هار ولایت ته دیوه سفر په ترڅ کې دهغوی ستونزې له نږدې وګوري.
په غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نوماند وزیرله ګډونوالو څخه دمننې تر څنګ وویل چې دهغوی ستونزې یې په غور واوریدې او په دې اړه په یاد وزارت کې بیلابل کاري ټیمونه ګمارل شوي ، تر څو دغه ستونزې یاداشت او دله منځه تللو لپاره یې نه ستړي کیدونکې هڅې وکړي.
ښاغلي غوریاني دننګر هار ولایت صنعت کارو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې دی به ننګر هار ولایت ته دیوه سفر په ترڅ کې دهغوی ستونزې له نږدې وګوري او دغو ستونزو ته به دحل لارې ومومي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۹
Background image

د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل

BACK TO NEWS