د اسلامي نظام اقتصادي مسوولت تر عنوان لاندې په علمي او تحقیقي سیمینار کې د الحاج نورالدین عزیزي برخه اخیستنه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۳۵
د اسلامي نظام اقتصادي مسوولت تر عنوان لاندې په علمي او تحقیقي سیمینار کې د الحاج نورالدین عزیزي برخه اخیستنه

چهارشنبه 27 شعبان المعظم 1446 / 8 حوت 1403

د افغانستان اسلامي امارت  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي "د اسلامي نظام اقصادي مسوولیتونه" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې په اسلامي نظام کې د اقتصادي سکتور د مسوولیتونو او د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام پدې سیمینار کې د اسلامي نظام مسوولیتونه په ګوته کړل او اقتصادي پرمختګ او د خلکو سوکالي او هوساینه یې په ټولنه کې د اسلامي نظام یو ستر مسوولیت وګڼلو.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام د تشبثاتو سکتور د فعالیت پراختیا په موخه په بېلابېلو ولایتونو او په تېره په کابل کې د صنعتي پارکونو د جوړښت لپاره د ځمکو ځانګړي کول، له خصوصي سکتور او فعالیت څخه یې هر اړخیز ملاتړ، د مالیو د نه ورکړې د جریمو معاف کول، له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او ګټه اخیستنه، له داخلي تولیداتو سره د ورته وارداتي توکیو د تعرفې لوړول، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق جوړول، هېواد ته د بېرته راګرځیدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د تشویقي امتیازونو ورکړه، د خامو موادو او ماشین آلاتو پر واردولو باندې د ترجیحي تعرفې وضعه کول، هېواد ته د بې کیفیته او غیر رسمي توکیو د وارداتو مخنیوی، د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول او د لابراتوارونو جوړول یې پدې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وګڼلې.

د یادونې وړ ده چې "د اسلامي نظام اقصادي مسوولیتونه" تر سرلیک لاندې علمي او تحقیقیي سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د محترمې ادارې له اړخه جوړ شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS