د افغانستان، ګاونډیو او سیمې هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۸:۵۷
د افغانستان، ګاونډیو او سیمې هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه

شنبه ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۴ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان، ګاونډیو او سیمې د هېوادونو تر مینځ د سودا ګرۍ او ترانزیت په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د یاد وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد، د خصوصي سکتور د مشرانو او د سکتوري خونو د غړیو په ګډون یوه پراخه مشورتي ناسته د یاد وزارت د غونډو تالار کې وړه شوه.

په یاده ناسته کې چې د سنبلې په ۲۲ مه ترسره شوه، د پاکستان اسلامي جمهوریت له لارې هندوستان ته د افغانستان پر صادراتي توکیو د دوه سلنې تعرفې لګول، د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو په اړه د افغان-پاک د ګډې سوداګریزې خونې ونډه او پدې تړاو د اساسي او بنسټیزو حل لارو د موموندلو لپاره د یوې ګډې کمېټې جوړول، د تورخم کرښې ها خوا قبایلو سره د دوه سلنه تعرفې په تړاو د خبرو اترو لپاره د خصوصي سکتور د یوې کمیټې جوړول، وڅېړل شول او په تړاو یې خبرې وشوې.

همدارنګه پدې ناسته کې پر وارداتي میوو د ګمرکي تعرفې لوړولو په تړاو د سکتوري خونو له غړیو سره مشوره تر سره او په اړه یې د نظر غوښتنه وشوه.

د ناستې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په تړاو خپل نظریات او تخنیکي وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه پلاوي سره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS