د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغانی مالیې څخه هم ساتنه کوي
سهشنبه مورخ 23صفرالمظفر 1444/29سنبله 1401
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلی الحاج نورالدین عزیزی د (کسبګرو اوهټی والو ملاټر او یو ګام د ځان بسیاینه او با ثباته اقتصاد په لور) تر عنوان لاندي، جوره شوي غونډه کی ګډون کړي وو، د مالیه ورکوونکې څخه په منني سره وویل، د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغاني مالیې څخه هم ساتنه کوی.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لوي او کوچنې مالیه ورکوونکې څخه په منني سره وویل، د هیواد ټول زیربناوی پرمالیې متکي دي، او د افغانستان اسلامی امارت ژمن دی چي د هیوادوالو په مرسته د هیواد عوایدو څخه په دقیق او منظم ډول سره مدیریت کړي، ترڅو د عوایدو څخه د هیواد په آبادي او ښیرازی په برخه کي کار واخیستل شي.
د افغانستان اسلامی امارت د رئیس الوزرا اداری مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنفی د ټولو مالیه ورکوونکې څخه مننه وکړه، او وویل چي د اسلامی نظام د استحکام لپاره باید د ماليې د ټولولو په برخه کي دقیق پاملرنه وشي، او دا کار يې د اسلامی نظام د حکامو سترمسوؤلیت وباله.
زیاته یي کړه چي د تاریخ په اوږدو کي اول ځل دي چي د افغانستان اسلامی امارت په دی بریالي شوي ټول دولتي بودیجه د ملی عوایدو له لاري تامین کړي، او زیاته کړه چي د تېر نظام دولتي معاشونه ۳۰ سلنه دولت او ۷۰ سلنه یې بهرنیانو ادا کول؛ خو اوسني نظام کې معاشونه په بشپړ ډول له ملي بودیجې ادا کېږي.
د یادوني وړ ده چي د (کسبګرو اوهټی والو ملاټر، او یو ګام د ځان بسیاینه او با ثباته اقتصاد په لور) تر عنوان لاندي غونډه، د مالیې وزارت لخوا جوړه شوی وه، او د دی غونډي په پای کي له یو شمیر مالیه ورکوونکې څخه ستاینه وشوه.