د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغانی مالیې څخه هم ساتنه کوي

reza_admin
Tue, Sep 20 2022 4:39 PM
د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغانی مالیې څخه هم ساتنه کوي

سه‌شنبه مورخ 23صفرالمظفر 1444/29سنبله 1401

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلی الحاج نورالدین عزیزی  د (کسبګرو اوهټی والو ملاټر او یو ګام د ځان بسیاینه او با ثباته اقتصاد  په لور) تر عنوان لاندي، جوره شوي غونډه کی ګډون کړي وو، د مالیه ورکوونکې څخه په منني سره وویل، د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغاني مالیې څخه هم ساتنه کوی.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لوي او کوچنې مالیه ورکوونکې څخه په منني سره وویل، د هیواد ټول زیربناوی پرمالیې متکي دي، او د افغانستان اسلامی امارت ژمن دی چي د هیوادوالو په مرسته د هیواد عوایدو څخه په دقیق او منظم ډول سره مدیریت کړي، ترڅو د عوایدو څخه د هیواد په آبادي او ښیرازی په برخه کي کار واخیستل شي.

 د افغانستان اسلامی امارت د رئیس الوزرا اداری مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنفی د ټولو مالیه ورکوونکې څخه مننه وکړه، او وویل چي د اسلامی نظام د استحکام لپاره باید د ماليې د ټولولو په برخه کي دقیق پاملرنه  وشي، او دا کار يې د اسلامی نظام د حکامو سترمسوؤلیت وباله.

زیاته یي کړه چي د تاریخ په اوږدو کي اول ځل دي چي د افغانستان اسلامی امارت په دی بریالي شوي ټول دولتي بودیجه د ملی عوایدو له لاري تامین کړي، او زیاته کړه چي د تېر نظام دولتي معاشونه ۳۰ سلنه دولت او ۷۰ سلنه یې بهرنیانو ادا کول؛ خو اوسني نظام کې معاشونه په بشپړ ډول له ملي بودیجې ادا کېږي.

د یادوني وړ ده چي د (کسبګرو اوهټی والو ملاټر، او یو ګام د ځان بسیاینه او با ثباته اقتصاد  په لور) تر عنوان لاندي غونډه، د مالیې وزارت لخوا جوړه شوی وه، او د دی غونډي په پای کي له یو شمیر مالیه ورکوونکې څخه ستاینه وشوه.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS