د افغانستان او ترکیې ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې جوړېږي

anwar_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۱:۲۲
د افغانستان او ترکیې ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې جوړېږي

پنجشنبه ۲۶ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۸ لینډی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت دصنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي ترکیې هېوادته دخپل سفرپه دوام او دحلال استانبول ۲۰۲۴ د نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې تر ګډون وروسته، ددې نندارتون په څنډه کې د ترکیې جمهوریت د سوداګرۍ له وزیر محترم عمر بولات سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه نندارتون ته د افغان پلاوي له بلل کېدو مننه وکړه چې په مقابل کې یې د ترکیې جمهوریت د سوداګرۍ وزیر، د الحاج عزیزی په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادو ترمینځ لازیاتې همکارۍ ته هیله مندي ښکاره کړه.

همدارنګه دواړو لوریو د یوه اوبل هېواد ته د سوداګریزو پلاویو( دولتي او خصوصي سکتور) سفر د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره اساس او  مقدمه وګڼله.

په پای کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزه لیدوکتو او د نندارتونو پر جوړیدو په ټینګار سره پریکړه وکړه چې دواړه لوري به یوه تخنیکي او ارتباطي کمیټه جوړوي او دغه کمیټه به دنده لري ترڅو ستونزې،خنډونه او فرصتونه تشخیص او د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۰
Background image

په لغمان کې د داخلي توکیو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

د لومړي ځل لپاره په لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دوشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په نولسمه په کابل کې د ازبکستان

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د هېواد د فاضلانو او حافظانو د دستار بندۍ په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په هېواد کې له دیني عالمانو، د قران کریم له قاریانو او دیني مدرسو څخه د ملاتړ په موخه په کابل کې د حاجي چمن دارالعلوم د. . .

BACK TO NEWS