د افغانستان او قزاقستان تر مینځ دوه اړخیزه ناسته

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۸
د افغانستان او قزاقستان تر مینځ دوه اړخیزه ناسته

دوشنبه 18 ربیع الثانی 1446 / 30 تله 1403

د قزاقستان هېواد ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوی، نن دوشنبه د تلې په دېرشمه نېټه د قزاقستان هېواد له دولتي پلاوي سره چې د هغه هېواد د صدارعظم مرستیال "سریک ژومانگارین" یې مشري کوله، وکتل او دوه اړخیزه خبرې اترې یې ترسره کړې.

پدې دوه اړخیزه ناسته کې د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د قزاقستان هېواد له وروستیو پریکړو څخه مننه وکړه چې هغه هېواد ته د افغانستان د سوداګریز پلاوي بلنه او میلمه پالنه یې وکړه او د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتون لپاره یې له خاصو تدابیرو، د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګریز تواصل کانفرانس، په هغه هېواد کې د منع کړای شویو ډلو له نوملړ څخه د افغانستان د اسلامي امارت د نوم له ایستلو، او د دواړو هېوادو د اړیکو د پراختیا په موخه د دغه هېواد په پلازمېنه آستانه کې د ا.ا.ا د شارژدافیر منل یې په خاصه توګه یاد کړل.

د ا.ا.ا. د صنعت او سودارګۍ سرپرست وزیر دغه مواردو ته په اشارې سره یې وویل چې له شک پرته د دغه ټولو پروګرامونو جوړول د ښو دوه اړخیزو اړیکو ښکارندویي کوي.

د دې ناستې په دوام د دواړو هېوادو تر مینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې د لوړولو، د پانګونې د جلب او جذب او د ګډې پانګونې، ترانزیتي چارو او د صادراتو د حمل او نقل، ترانسپورت، بانکي موضوعاتو،د روغتیایي ستونزو د حل په موخه د تلو راتلو زیاتېدل، د ویزې په صادرولو کې د آسانتیا رامینځ ته کول او نورو ورته موضوعاتو په موخه د تخنیکي او فرعي کمیټو په جوړیدو بحث ترسره شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS