د افغاني او ترکي سوداګرو ترمینځ ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۷
د افغاني او ترکي سوداګرو ترمینځ ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه

یکشنبه ۲۹ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۱۱ لینډی ۱۴۰۳

د افغاني او ترکي سوداګرو تر مینځ ګډه سوداګریزه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ترکیې هېواد د سوداګرۍ وزارت معین او د جمهوري ریاست مشاور او د هغه هېواد د بېلابېلو ټولنو او انجمنونو په ګډون، د ترکیې د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزو اخلاقو د انجمن له خوا جوړه شوه.

په دغه ګډه ناسته کې ۷۰ افغاني شرکتونو او ۶۰ ترکي شرکتونو چې په بېلابېلو سکتورونو لکه د معدني، ساختماني، طبي او خوراکي موادو او د پوښاک د تولید په برخه کې فعالیت لري، ګډون درلود او د غونډې ویناوالو د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ کچې له پراختیا څخه د ملاتړ په څرګندولو، د دواړو هېوادو تر مینځ پر تاریخي اړیکو او د سوداګرۍ پر اهمیت او د شته ترانزیتي او تراتسپورتي ستونزو پر حل خبرې وکړې او ترکي اړخ له افغانستان او نورو اړونده هېوادو سره د لاجوردو د لارې د فعالولو په تړاو خپله تیاري وښوده.

همدارنګه پدې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په وړاندې کولو سره له ترکي سوداګرو وغوښتل شول ترڅو په افغانستان کې د پانګونې په موخه، دلته د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتونونه جوړ کړي.

د ناستې په دوام ترکي سوداګرو او پانګه والو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، کانونه، انرژۍ، اسلامي بانکدارۍ او د سوداګرۍ اړوند حقوقي موضوعاتو، د دواړو هېوادو د ګډې یا دوستۍ خونې دجوړولو، د نندارتونو د مرکز جوړولو سره لیوالتیا وښوده او ددې پروګرامونو د دوامداره کېدو غوښتونکي شول.

د ترکیې لوري د افغانانو له دغه ټولو وړاندیزونو سره خپله لیوالتیا وښوده او په افغانستان کې یې د پانګونې او کار سره د ترکانو ملاتړ څرګند کړ.

ددې ناستې په پای کې د مرسوس د نړیوال سوداګریز شرکت او د میثم د وسپنې د ویلي کولو فابریکې تفاهم وکړ تر څو په افغانستان کې یوه ګډه فابریکه جوړه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS