د اوبلن ګازو او نفتي توکیو له شرکتونو او سوداګرو سره د همغږۍ جلسه جوړه شوه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵
د اوبلن ګازو او نفتي توکیو له شرکتونو او سوداګرو سره د همغږۍ جلسه جوړه شوه

یکشنبه ۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۵ کب ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د یوې پریکړې له مخې، هېواد ته د بې کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخنیوي په موخه د اړونده ادارو له مسوولینو، د اوبلن ګاززو او نفتي توکیو د سوداګرو او شرکتونو له مشرانو سره د همغږۍ ناسته د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب د لوی ریاست سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې ترسره شوه.

پدې ناسته کې د اوبلن ګازو او نفتي توکیو د سوداګرو او شرکتونو مشرانو چې په ناسته کې یې په حضوري او آن لاین بڼه ګډون درلود، پدې ټکي یې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان د خلکو او سوداګرو خیر غوښتونکي دي او د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې کوي. دغه سوداګرو همدارنګه خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې او پداسې حال کې چې د بې کیفیته تېلو او نفتي توکیو د وارداتو د مخنیوي په موخه یې د اسلامي امارت له اقدام څخه هرکلی وکړ، پدې تړاو یې خپله همکاري اعلان کړه.

د ناستې په پای کې د ناستې له ټولو ګډونوالو وغوښتل شول تر څو د اړونده موضوع په تړاو خپل نظریات په لیکلې بڼه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره شریک کړي تر څو ترې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS