د ریل پټلۍ له لار‎ې د ایران او افغانستان تر مینځ انتقالات زیاتېږي

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۸:۵۴
د ریل پټلۍ له لار‎ې د ایران او افغانستان تر مینځ انتقالات زیاتېږي

یکشنبه ۱۸ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ایران د ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال محترم انجنیر مرتضی جعفري په مشرۍ د هغه هېواد له پلاوي سره وکتل.

پدې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادو تر مینځ د صادراتو او وارداتو په تړاو او همدارنګه اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اه خبرې وشوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي پدې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.

محترم الحاج عزیزي د دواړو هېوادو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د آسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد په زیاتوالي پر ټینګار سره یو پنځه کسیز پلاوی د همغږۍ لپاره ایراني پلاوي ته ور وپېژندلو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS