د شانګهای د همکاریو سازمان د صنعت وزیرانو لومړنۍ آنلاین ناسته

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۸:۱۶
د شانګهای د همکاریو سازمان د صنعت وزیرانو لومړنۍ آنلاین ناسته

شنبه: دچنګاښ ۲۶مه 1400  

د شانګهای د همکاریو سازمان د صنعت وزیرانو لومړۍ آنلاین ناسته د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني ، د تاجکستان جمهوريت د صنایعو وزیر شیرعلي خان کبیر، د روسیې فدراتیف، هند ، قزاقستان ، چین ، قرغزستان ، پاکستان او ازبیکستان جمهوریتونودصنعت وزیرانو غونډه جوړه شوه.

دغه  ناسته د شانګهای سازمان دهمکاریو غړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو سکتورونو کې د صنعت او پانګوونې په پراختیا کې پرګډې همکارۍ بحثونه تر سره کړل.

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر نثار احمد غوریاني په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو په ځانګړي ډول په صنعتي برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه شته او د شانګهای د غړو هیوادونو له پانګوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې سکتورونو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د صنعتي - پانګوونې جواز ترلاسه کولو په برخو کې بهرنیو پانګوالو لپاره ځانګړې اسانتیاوې رامینځته کړې.

دیادونې وړ ده چې په سیمه کې د هیواد جغرافیایي ، اقتصادي او ترانزیټي موقعیت ته په اشارې سره ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې افغانستان سویلي آسیا ته د مرکزي آسیا او اروپا هیوادونو دتړاو نقطه ده او د هیواد په بیلابیلو سکتورونو کې پانګوال  له  ترانزیټي زیربنا ووڅخه  د اقتصادي پراختیا لپاره ګټه پورته کو.

بلخوا بیا په دې ناسته کې د تاجکستان جمهوريت د صنعت او نوې ټکنالوژۍ وزير شيرعلي خان کبير هم وويل چې د اقتصادي همکارۍ د کچې زياتوالی ، په ځانګړي ډول  د سازمان د غړو هيوادونو تر منځ په بيلابيلو برخو کې ګډ کار ، په سیمه کې د اقتصاد او سوداګرۍ په ګټه دی.

بین الدولتي  سازمان دی چې د څو اړخیز امنیت ، اقتصادي او کلتوري همکاریو په موخه رامینځته شوی ، چې له هغې څخه افغانستان ناظر غړی هېواد دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS