د صنعت او سوداګرۍ وزارت او په افغانستان کې دیوناما دفتر تر مینځ د ګډو همکاریو پراختیا

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۲۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت او په افغانستان کې دیوناما دفتر تر مینځ د ګډو همکاریو پراختیا

سه شنبه ۲۰ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲ سلواغه ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د سلواغې (دلوې) په دوهمه په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د عمومي منشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د ځانګړي پلاوي (یوناما) له مشرې، مېرمن "روزا اوتونبایوا" سره وکتل.

پدې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لکه د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو دمرکز جوړولو، د آنلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسیدنې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

مېرمن" اوتونبایوا" د دوحې درې خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه معلومات ترلاسه کړل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت هلې ځلې یې وستایلې. نوموړې همدارنګه په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس د بریالیتوب له امله چې پدې وروستیو کې د دغه وزارت له خوا جوړ شوی و، مبارکي وویله او وړاندیز یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ شي.

په ټوله کې دغه لیدنې په افغانستان کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS