د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۹
 د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر محترم بختیار سعیدوف سره وکتل.

پنجشنه مورخ ۴ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۲۴ کب ۱۴۰۲

 د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر محترم بختیار سعیدوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل، د افغانستان د ترانزیتي توکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامځته کولو او د ازبکستان له خاورې څخه د افغان  سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو د کمولو په اړه خبرې وکړې.

په پای کې پریکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو مسوولين په مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د پراختيا پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه جلا غونډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS