د نفتي توکو او مایع ګاز واردونکو سره مشورتي  ناسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۲ - ۱۰:۵۲
د نفتي توکو او مایع ګاز واردونکو سره مشورتي  ناسته

سه‌شنبه: دتلې ۲۰مه ۱۴۰۰  5ربیع‌الاول 1443

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د نفتو او اولن ګازو له سوداګرو او واردونکو سره د نرخونو لوړېدو پرعواملو، ستونزو،د یادو موادود وارداتو دزاتوالي او د نرخونو د کمښټ  په حل لارو خبرې وشوې.

په دې ناسته کې ، د صنعت او سوداګریزوچارو مرستیال ، د ملي ستندرد د دفتر رییس، د مالیې وزارت استازي، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، د هرات ، نیمرور، فاریاب، فراه او اندخوی د سوداګرۍ  اوپانګونې خونې رییسانو، په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې رییس ، د هرات-مشهد دګډې خونې رییس ، د (TCRC) شرکت استازي، د کندهار د تیلو ټانک اتحادیې رییس ، د دنفتي توکوـ اوبلن ګاز واردونکو شرکتونو رئیسانو او استازو په حضوري او انلاین ډول شتون درلود .

ګډون کونکو د دې غونډې هرکلي ترڅنګ د تیلو د لوړېدو عوامل ، په نړۍ کې د کوید 19 وروسته د اقتصادي فعالیتونو بیا فعالیدو او د نفتي توکو د تقاضا ډیروالي ، له ایران څخه افغانستان ته د تیلو په صادراتو بندیز لګولو، د ډالرو د ارزښت لوړیدل په هیواد کې د سوداګرو د تیلو د زخیر کموالی او یو شمیر امنیتي اندیښنې په ګوته کړې.

سربیره پردې، په غونډه کې بازارونو ته  د ټیټ کیفیت تیلو رسولو مخنیوي ، د نفتي توکو واردونکو سوداګرو ترمینځ سالم رقابت رامینځته کولو، دخصوصي سکتور دتیلو تاسیساتو ته د وسله والو اشخاصو دننوتلو مخنیوي،په ټول هیواد کې د د تیلو د انتقال موټرانومعیاري کولو،په بندرونو کې  په یو ډول د ټولو نفتي توکو ټیسټ کولو ، د نفتي توکود قاچاق مخنیوي ، دپنځه کلونولپاره دجوازونو صادرولو او داسې نورو ستونزو او وړاندیزونو بحث وشو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیرپه غونډه د ګډونوالو له فعال شتونڅخه د مننې پرمهال وویل چې د خصوصي سکتور اړوند امنیتي مسایل په کابینه کې تر بحث لاندې دې  او د خصوصي سکتور د امنیت تضمین میکانیزم پر جوړیدو کار روان دی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې دا وزارت د نورو وزارتونو او اړونده ادارو سره په همکارۍ او همغږۍ کار کوي ترڅو خصوصي سکتور پر وړاندې شته  ستونزې او ننګونې حل کړي.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت استازی، د ملي سټنډرډ د دفتررئیس او د TCRC دفتر استازي هر یو په خپل وار د ګډونوالو لخوا راپورته شوي مسائیلو اړوند خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر (د پنځه کلن جواز صادرول) او (د ټیټ کیفیت تیلو واردولو دمخنیوي ) په هکله وویل د جوازونو د مودې په پنځه کلن کولو یو تخنیکي ټیم کار کوی ، د ټیټ کیفیت لرونکو تیلو واردولو په اړه يې خبرداری ورکړ چې هر هغه سوداګر چې ټیټ کیفیت لرونکې تیل وارد کړی،  جواز به يې لغوه، عدلیې او قضايې ارګانو ته به معرفي شي.

په پای کې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ لخوا د سوداګرو د لا هڅونې په موخه د یما  پطرولیم سوداګریز شرکت لخوا اړمنو هیوادوالو ته، د غیر نغدې مرستو له ویش  او د نورو شرکتو پرتله په کم نرخ د نفتي توکو پلورو له امله ستاینلیک ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS