د هرات صنعتي ښارګوټي  داحاطوي دېوال رغونه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۹:۴۲
د هرات صنعتي ښارګوټي  داحاطوي دېوال رغونه

 سه شنبه دچنګاښ ۱۴مه  ۱۴۰۰

 د هرات د صنعتي ښارګوټي د دیوال ، امنیتي برجونو او دروازو د جوړولو د پروژې دبنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د هرات د مرستیال والي نور احمد حیدري، د هرات د صنایعو او کانونو رییس حمیدالله خادم لخوا کیښودل شوه.

ښاغلي غوریاني د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل چې پردې پروژه سربیره په دغه ولایت کې د پنځو صنعتي ښارګوټو شاوخوا د دیوال جوړولو کار هم پیل شوی دی.

نوموړي  زیاته کړه چې دغه پروژه چې د صنعتي ښارګوټي د امنیتي برجونو او دروازو تر څنګ یو دیوال هم لري په لومړي پړاو کې به په راتلونکو 9 میاشتو کې د شپږ کیلومترو په اوږدوالي جوړه شي.

په دغو مراسمو کې  د هرات مرستیال والي وویل چې هرات ولایت د هیواد د اقتصادي مرکز په توګه د ډیرو شرکتونو او تولیدي فابریکو د فعالولو ظرفیت لري ، او د دې دیوال او امنیتي برجونو جوړول کولی شي په دې ښارګوټي  کې امنیتي ستونزې حل کړي او لا ډیرو فابریکو جوړولو ته د پانګوالو پاملرنه راجلب کړي.

 له بلې خوا د هرات د صنایعو او کانونو رییس حمیدالله خادم د صنعتي ښارګوټي د دیوالونو ، برجونو او دروازو جوړول د ښارګوټي  د ښه امنیت او د ملکیت ساتنې په لاره کې ستر ګام بولي.

 د هرات صنعتي ښارګوټی په درې پړاوونو کې ، چې له 300 څخه ډیرې فابریکې لري ، د هیواد یو له اقتصادي مرکزونو څخه دی ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په وینا؛  څلورم پړاو به یې په راتلونکي کې د ۱۵۲ نويو فابریکو سره یوځای جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS