د وروستۍ زلزلې زیانمونو کورنیو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ د خصوصي سکتور مرستې وویشل شوې

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۰:۴
د وروستۍ زلزلې زیانمونو کورنیو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ د خصوصي سکتور مرستې وویشل شوې

29/4/1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ سره د خصوصي سکتور له لوري 3055 کورنیو لپاره د پکتیکا ولایت په زیړوک او برمل ولسوالیو کې مرستې  وویشل شوې. یادې مرستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی قدرت الله جمال په حضور داشت  چې د پکتیکا ولایت والي محترم الحاج مولوی عبدالله مختار ورسره ملتیا کوله د ورستۍ زلزله ځپلو اړمنو  کورنیو لپاره وویشل شوې.

دسفر په دې لړ کې محترم مولوی قدرت الله جمال، محترم الحاج مولوی عبدالله مختار او ورسره پلاوي د پکتیکا ولایت د ګیان له ولسوالۍ  څخه هم لیدنه وکړه د ورستۍ زلزلې د شهیدانو روح ته یې د عا وکړه او کورنیوته یې د تسلیت ویلو تر څنګ د سیمې د خلکو ستونزې هم واوریدلې او د ا.ا.ا له لوري د دوي د مشکلاتو د حل لپاره یې د همکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې  ستاسو ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې کړو.

دسیمو خلکو هم د زلزله ځپلو سیمو سره د افغانستان اسلامي امارت له مقاماتو او د خصوصي سکتور له مرستو  او غمشریکۍ څخه مننه او ستاینه وکړه او وویل وروسته له څو لسیزو د دولت لوړ پوړي چارواکي ولسوالۍ ته رازي او د خلکو دردونه له نژدې څخه پوښتي.

د یادونې وړده چې 3055 د مرستو کڅوړوکې (وړه، غوړي، وریځې، کمپلې او درمل )  شامل دي چې د خصوصي سکټور یادې مرستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ   1527 زیانمنۍ کورنۍ زیړوک ولسوالۍ کې او  1528 زیانمنۍ کورنۍ د برمل ولسوالۍ کې د مرستو له دې کڅوړو څخه مستفید شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS