د ولسي جرګي یوشمیرغړواو ملي شخصیتونو سره لیدنه!

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۹:۳۱
د ولسي جرګي یوشمیرغړواو ملي شخصیتونو سره لیدنه!
دتلې ۹ مه ۱۳۹۹
د افغانستان د ولسې جرګې ځینو غړو، سوداګرو او ملي شخصیتونو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني سره ولیدل.
په دي لیدنو کې ښاغلي غوریاني په نړۍ او سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ موقیعت،د داخلي صنایعو پراختیااو فرصتونو په هکله خبرې وکړي. هغه دخصوصي سکتور پراختیا په ځانګړي ډول د کورنیو صنایعو او دهیواد صادرات دحکومت او خصوصي سکتور دوه اړخیزو همکاریو محصول وباله، د ولسي جرګې په وکیلانو، دهیواد سوداګرواو پانګوالو يې غږ وکړ ترڅو په خپلو نیکو نظریاتو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره لا رغنده همکاري وکړي .
ګډونوالو دخبرو پرمهال دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرپه توګه دښاغلي غوریاني ټاکنه یو نیک ګام وباله او له نوموړي څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS