د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلود پروسې پیل

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۸:۴۱
د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلود پروسې پیل

 چهارشنبه د کب 27مه 1399

د پل چرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلو پروسه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ،  د صنعت او کانونو د خونو عمومي رییس شيرباز کمين زاده، صنعتکارانو او دياد پارک د فابریکو مالکینو په حضورکې پیل شوه.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو مراسمو په پیل کې وویل چې دهېواد زرغونتيا ، د ککړتیا مخنیوی او د چاپیریال ساتنه د ټولو اتباعو دنده ده.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې خصوصي سکتور په ځانګړي توګه د فابریکو مالکین دنده لري چې د خپلو فابریکو په شنو ساحو کې نيالګي کينوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د زرغونتيا ، هوا د ککړتیا دمخنيوي او چاپیریال ساتنې په موخه له خصوصي سکتور سره په همکارۍ  د هیواد په صنعتي پارکونو کې د 25،000 څخه ډیر نیالګي کښینوي چې عملي کار یې د پل چرخي صنعتي پارک څخه  پیل شو.

 داپه داسې حال کې ده چې ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس شاه زمان میوندي په دې وروستیو کې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نثار احمد غوریاني سره وکتل او د چاپیریال ساتنې لپاره د نیالګیو په کښینولو کې د دې وزارت او خصوصي سکتور د همکارۍ غوښتنه وکړه. .

 ښاغلي غوریاني هم ژمنه وکړه چې دغه وزارت به د خصوصي سکتور په همکارۍ په صنعتي پارکونو او د صنعتي فابريکو په چاپيريال کې شنې ساحې رامنځته کړي او  دوی به له 25،000 څخه ډیر نیالګي کښینوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۵
Background image

افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د  ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په درېمه نېټه، په دغه ښار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۶
Background image

د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوړرالدین عزیزي له خوا د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې په لومړۍ نېټه د پروان ولایت د تتمدرې په صنعتي پارکونو کې د پروان. . .

BACK TO NEWS