سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۶ - ۱۰:۵۳
سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره لیدنه

دوشنبه: دتلې ۵ مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له یو شمیره غړو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دسوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه ښاغلي عزیزي ته د نوې دندې مبارکې وویله او د ااا له مشرتابه څخه یې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په توګه دیو سوداګر له ټاکل کیدو مننه وکړه.

نوموړو سوداګرو دا وزارت د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله د هغوی د فزیکي امنیت،اومه توکو پروړاندې دشته ستونزو دحل په موخه د وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.

ښاغلي عزیزي وویل چې سوداګر زموږ  د هیود ملي شتمني ده، زیاته یې کړه چې د ریس الوزراء د لومړی مرستیال په مشرۍ ځانګړی کمیسیون جوړ شوی په اړونده چارو په جدي توګه کار کوي.

نوموړي زیاته کړه د ااا د هیوادوالو او سوداګرو ستونزو ته متوجه دی ،زموږ پالیسي داده چې د نړۍ له هیوادونو سره سیاسي ،اقتصادي او  سوداګریزو اړیکې پراخه او شته ستونزې ژر حل شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۴:۱۶
Background image

فابریکو ته په ورپېښو ستونزو خبرې وشوې

د صنعتي پارکونو د عمومي رئيس عبدالعظیم قریشي په مشرۍ د صنعتونو او فابریکو په ستونزو د خبرو لپاره ناسته ترسره شوه. په ناسته کې په زیات شمېر سوداګرو او د فابریکو مسؤلینو ګډون درلود.

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د بنائی د ځمکې اړوند غونډه

د پلچرخي دصنعتي پارک د انکشافي پلان په برخه کې د شاوخوا ۳۶ جریبه ساختماني ځمکې د طرحې غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالعظیم قریشي

شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۹:۸
Background image

د کوتل تخت صنعتي پارک پرانیسته او 20 فابریکو ته د ځمکو ویش

د میدان وردګو ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک پرانیست غونډه کې په دغه ولایت کې ۲۶ تولیدې فابریکو ته د ځمکې وویشل شوي او دځمکواړونده سندونه ورکړل شول.

BACK TO NEWS