هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او دو راهي صنعتي پارک پرانسته
شنبه مورخ ۱۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۴ لیندی ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د هلمند ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د امارتي ادارو او خصوصي سکتور رئیسانو او مسئولینو،د هلمند ولایت سوداګرو او صنعتکارانو د هلمند ولایت د دوو جلا مراسمو په ترڅ کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه کې د یوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او د (دوراهي) په سیمه کې ملي صنعتي پارک په ۲۰۰۰زره جریبه ځمکه کې پرانیست.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر صنعتي کېدو د ټینګار تر څنګ وویل چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لری.
په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت مقام د پاملرنې یادونه وکړه،او ویې ویل چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرخان بسیاینې ته نشو رسیداي.
په یادو مراسمو کې د هلمند والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په نوموړی ولایت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نویو صنعتي پارکونو د پرانیستلو مبارکي ورکړه او خصوصي سکتور ته یې په یادو صنعتي پارکونو کې دپانګونې بلنه ورکړه.
د هلمند ولایت د خصوصي سکتور په استازیتوب هر یو د هلمند ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت رئیس ښاغلي حاجي یحیی پښتون او د هلمند ولایت د صنعتکارانو رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله خبرې وکړې،هغوې په یو وخت کې د دوو پارکونو پرانیستل په دغه ولایت کې د صنعت د راتلونکي لپاره نیک ګام وباله
په پای کې د دوو پارکونو د پرانستلو مراسم د پټۍ په پرې کولو او د افغانستان د صنعتي کېدو له لارې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په دعا سره پای ته ورسېده.