په افغانستان کې د روغتیا او طبي خدماتو خونې د رامینځته کولو پر پلان د همغږۍ او نظر اخیستو غونډه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۲۱
په افغانستان کې د روغتیا او طبي خدماتو خونې د رامینځته کولو پر پلان د همغږۍ او نظر اخیستو غونډه

یکشنبه : دزمري ۱۰مه  ۱۴۰۰

په افغانستان کې د روغتیا او طبي خدماتو خونې د رامینځته کولو پر پلان د همغږۍ او نظر اخیستو غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ او دافغانستان دفدراسیون خونو دمرستیال خان جان الکوزي دعامې روغتیا وزارت داستازو، دافغانستان دغذایي موادواو دارو ملي ادارې او دیادې خونې دموسسو غړو په ګډون ددغه وزارت دعبدالمجید زابلي دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې وویل چې وزارت په افغانستان کې د روغتیا او طبي خدماتو خونې رامینځته کولود پلان ملاتړ کوي او د رسمي کیدو لپاره یې اړینې اسانتیاوې چمتو کوي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې وزارت د دې خونې د پراختیا لپاره د لازمو زمینو برابرولو او د عامه ، خصوصي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په  خپلو کاري ساحو کې د لازمو اسانتیاو برابرولو لپاره کار کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ، د عامې روغتیا وزارت استازي ، د خوړو او درملو ملي ادارې استازي او د یادې خونې د بنسټ ایښودونکي بورډ غړو هم برخه اخیستې وه ، چې خپل وړاندیزونه او نظرونه یې دوزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

د اطاقونو دتنظیم د قانون له مخې ، مختلف سکتورونه ، چې په مرکز او ولایتونو کې نږدې 2000 فعال غړي ولري ، کولی شي د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د خونو فدراسیون ته د غوښتنې په سپارلو سره اطاق  جوړ کړي.

یاده خونه د دارو درملو وارداتو سکتورونو ، ددرمل تولید ، روغتیا ساتنې  شرکتونو ، خصوصي روغتونونو، روغتیایی مرکزونو ، او روغتیایی اتحادیې فعالیتونود تنظیم کولوپه موخه  رامینځته کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS